د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جنورۍ په ۲۹مې نېټې په یوې خبري ناستې کې ویلي، چې هېواد يې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ ترينګلی وضعیت له نږدې څاري او د ملکي وګړیو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالی او ترهګريز بریدونه غندي او د زورزياتي له ناسمې کارونې سره مخالفت کوي.
نوموړي ويلي، چې د نړیوالې ټولنې اوسنۍ بېړنۍ دنده دا ده، چې د فلسطين او اسرائیل ترمنځ ترينګلی وضعیت ارام کړي او له اړوندو خواوو، په تېره بیا اسرائیل څخه دې د سړې سېنې د ساتلو غوښتنه وکړي، چې وضعيت نور کړکېچن نه کړي.
چين د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د دوامدارو شخړو بنسټیز لامل د دواړو هېوادونو د جوړېدو د لایحې نه پلي کول يادوي او په دې اند دی، چې د فلسطينيانو هغه غوښتنه، چې باید خپل هېواد ولري، تر اوسه نه ده پوره شوې.
چين پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د خبرو اترو د بیا پيل لپاره دې اړینه زمینه برابره کړي.
چین به د فلسطین مسئلې د عادلانه او دایمي حل لپاره کوښښونو ته ادامه ورکړي. (هیله)