د اوکراین د ولسمشر ولاديمير زیلينسکي سلاکار پودولیک د جنورۍ په ۲۸مې په یوه تلویزیوني پروګرام کې ويلي، چې اوکراین ته د لوېدیځو هېوادونو له لوري د جنګي الوتکو او اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د ورکولو خبرې اترې چټکې شوې دي.
نوموړي ويلي، چې اوکراين د مرسته شویو زغره والو وسایطو د ساتنې او د روسیې د توپچي ځواک د کمزوري کولو لپاره جنګي الوتکو او د لرې واټن ویشتونکو توغندیو ته اړتیا لري، څو ځواکونه يې د روسیې پر وسلو او مهماتو د برید توان پيدا کړي.
پودوليک ويلي، چې روسيه یوازې په کریمیا کې له سلو څخه زیاتې د وسلې زېرمې لري او دا هغه هدفونه دي، چې اوکراين يې باید له منځه يوسي.
روسي ډيپلوماتانو په همدې ورځ د پودوليک يادو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې اوکراين ته د پوځي الوتکو ورکړه به له روسيې سره د لوېديځو هېوادونو مقاومت لا سخت او پېچلی کړي.
د روسيې د دفاع وزارت وياند کوناشينکوف د جنورۍ په ٢٨مې نېټې ويلي، چې ځواکونو يې تېره ورځ په کوپيانسک، کراسني ليمان، دونيتڅک، جنوبي دونيتڅک او زاپورژیا کې د ځانګړو پوځي عملياتو په ترڅ کې تر ١٧٥ زيات اوکرايني سرتېري وژلي، يو شمېر اوکرايني جنګي وسايط يې له منځه وړلي او يوه اوکرايني جنګي الوتکه او ۹ بې پيلوټه الوتکې يې غورځولې دي.
(ژباړه: شکريه)