د ايران د اساسي قانون د څار کمېټې وياند هادي تهان نظيف د جنورۍ په ٢٨مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې دغې کمېټې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيتوب په اړه د ايران د پارلمان له خوا تصويب شوې مسودې ته منظوري ورکړې ده.
نوموړي ويلي، چې د ايران د اساسي قانون څار کمېټې په همدې ورځ د يادې مسودې د تصويب لپاره پارلمان ته رسمي مکتوب لېږلی دی او په وينا يې، د پارلمان مشر به دغه مسوده د لاسليک لپاره ولسمشر ته وليږي او وروسته به د عمل جامه ور واچول شي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د شورا ۲۲مه غونډه د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې د ازبکستان په سمرقند ښار کې ترسره شوه او په دغه سازمان کې د ایران د شاملېدو ياداښت يې لاسليک کړ.
د ایران پارلمان د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۷ مې په شانګهای همکارۍ سازمان کې د شاملېدو مسوده په زياترو رایو تصویب کړې وه.