پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په بلوچستان کې د جنورۍ په ۲۹مې نېټې یو بس له پل څخه غورځېدلی، چې له امله يې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
راپورونه وايي، چې دغه بس د بلوچستان په لسبیلې سیمې کې له پل څخه غورځيدلی او اور يې اخيستی دی.
د بس چلوونکي غوښتل، چې بس را وګرځوي، خو د پل ستنې سره یې ټکر کړی او لاندې غورځيدلی دی.
په دغه بس کې شاوخوا ۵۰ کسان سپاره وو.
ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې بس له ټاکلي سرعت ګړندی روان و او د پېښې لامل یې هم چټک سرعت ښودلی دی.
(هیله)