د چين خدمتي سوداګرۍ چټک پرمختګ ساتلی
CMG2023/01/30 15:57:26
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۳۰مې نېټې یو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په تېر ۲۰۲۲م کال کې د دغه هېواد لخوا د خدمتي چارو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۵۹۸۰ ميليارډه او ۱۹۰ میليونو يوانو ته رسيدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۱۲.۹ سلنه زياتوالی ښيي.

دا شمېرې د دې ښکارندويي کوي، چې د چين خدمتي سوداګرۍ خپل چټک پرمختګ ساتلی دی.

د چين د سوداګرۍ وزارت د خدمتي سوداګرۍ د مسئول په وينا، په ۲۰۲۲م کال کې د چين د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو ارزښت ۲۸۵۲ ميليارډه او ۲۴۰ ميليونه يوانو ته رسیدلی، چې دغه شمېر د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۱۲.۱ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين سوداګرۍ وزارت وايي، چې په ۲۰۲۲م کال کې يې د خدمتي سوداګرۍ د وارداتو ارزښت ۳۱۲۷ ميليارډه او ۹۵۰ ميليونه يوانو ته رسيدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۱۳.۵ سلنه زياتوالی ښيي.

 ياد وزارت په ۲۰۲۲م کال کې، د چين د خدمتي سوداګرۍ منفي بېلانس ۲۷۵ ميليارډه او ۷۱۰ ميليونه يوانه ښودلی دی. (ژباړه: شکريه)