په امريکا کې د نژاد پرستۍ قربانيان لا هم يوه جدي معضله ده
CMG2023/01/30 14:38:42
شريکول:

 

افريقايي الاصله امريکايي او د بشري حقونو فعال مارټين لوټر کينګ ۵۵ کاله مخکې د امريکا د ټينيسي ايالت په ميمفيس ښار کې په پټه توګه ووژل شو، چې دغې پېښې د ګردې نړۍ د حيرانتيا وړ ګرځېدلې.

له يادې پېښې نه ۵۵ کاله وروسته په همدغه ښار کې ۲۹ کلن افريقايي الاصه امريکايي تيري نيکولس د ۵ پوليسو په وهلو او ډبولو وژل شوی او مړينې يې د امريکايانو سخته غوسه راپارولې.

د جنورۍ د ۲۷مې نېټې له ماښام څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د امريکا په لسګونو ښارونو کې لاريونونه رامنځته شول. لاريون کوونکو په لوړ اواز نارې وهلې، چې (( له عدالت پرته به ارامتيا نه شي تر لاسه.)) (( امريکايي پوليس د خلکو ژوند د ليدلو سترګې نه لري او له خپل واک څخه په ناوړې استفادې له اتباعو سره مقابله کوي.)) د امريکا خبري رسنۍ د دغه وضعيت پر وړاندې اندېښنه لري، چې په ۲۰۲۰ م کال کې د افريقايي الاصله امريکايي جورج فرويډ د وژل کېدو له امله د پارول شوې ګډوډۍ ورته حالت يو ځل بيا رامنځته شي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د يوې اعلاميې په خپرولو سره له خلکو څخه د زغم او حوصلې غوښتنه کړې. د سپينې ماڼۍ چارواکو د دغه هېواد د ۱۶ ښارونو له ښاروالانو سره بېړنۍ پرليکه غونډه تر سره کړې او د بېلا بېلو ايالتونو او سيمو چارواکو ته يې خبرداری ورکړی، چې د ممکنه لاريونونو پر وړاندې دې چمتو واوسي.

څه باندې دوه کاله مخکې د پوليسو د زورزياتي له امله د افريقايي الاصه امريکايي جورج فرويډ مړينې په امريکا کې پراخې مظاهرې رامنځته کړې. که څه هم د دغه هېواد د پوليسو سيستم له دغې پېښې وروسته هراړخيزو اصلاحاتو ادعا کړې، خو د دې پېښې ورته تراژيدۍ بيا بيا رامنځته شوې.

پر افريقايي الاصله وګړو د امريکايي پوليسو اختلافي سلوک د امريکا ډوله ډيموکراسۍ له نژاد پرستي څخه سرچينه اخلي. د پوليسو د زورزياتي نقشې په نوم امريکايي ويبپاڼې شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې تېر کال په امريکا کې ۱۱۸۶ تنه د پوليسو له خوا ووژل شول او امريکايي الاصله وګړو په دغو وګړو کې ۲۶ سلنه برخه واخيسته، خو د افريقايي الاصله وګړو شمېر د دغه هېواد په عمومي نفوس کې يوازې ۱۳ سلنه نيسي. له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې تر لاسه شوې شمېرې، چې د پوليسو پر وړاندې د زورزياتي ځپلو تورپوستيو انډول د سپين پوستيو وګړو له دوه اعشاريه نهه چندو سره برابر دی.

د امريکايانو د لارې په نوم غير انتفاعي سازمان د يوې ليکنې په خپرولو سره د تورپوستيو ضد د امريکايي پوليسو زورزياتي اصلي لامل په ډاګه کړی. په دغه ليکنه کې ویل شوي، چې د امريکايي پوليسو د زورزياتي کلتور له لرغونۍ زمانې څخه سرچينه اخلي او تر اوسه يې د امريکايي پوليسو پر کړنو اغېرې کړې دي. دغه راز د همدغې ادارې اصلاحات ناشونی کار دی.

له بلې خوا، په امريکا کې د ګوندونو ترمنځ مبارزه د دغه هېواد د پوليسو سيستم پر اصلاحاتو يو بل خنډ بلل کېږي. د امريکا کانگرس د ۲۰۲۱م کال په مارچ کې (( د جورج فرويډ په اړه د پوليسو چارو د عدالت لايحه)) تصويب کړې او ولسمشر جو بايډن د همدې کال په مې کې د فرويډ د وژل کېدو د لومړۍ کليزې په درشل کې د پارلمان له خوا د نوموړې لايحې د تصويبېدو ژمنه کړې، خو د دوو کورنيو ګوندونو ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې او هوکړې ته نه دي رسېدلي.

سربېره پر دې، په امريکا کې د ټوپکو او ډزو کلتور د پوليسو د زورزياتي د راپارولو لامل ګرځېدلی. د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې د شخصي ټوپکونو شمېر شاو خوا ۳۹۳ ميليونه دی. د دغه وضعيت پر وړاندې د امريکايي پوليسو په عملياتو کې د زورزياتي اقداماتو د نيولو امکان لوړ شوی دی.

د امريکا ولسمشر جو بايډن څو ورځې مخکې په يوه وينا کې دا منلې، چې د برابرۍ او عدالت په اړه د مارټين لوټر کينګ ارمان نه دی پوره شوی او له خلکو څخه يې غوښتنه کړې، چې د امريکا د روحيې لپاره دې مبارزه وکړي. زموږ پوښتنه دا ده، چې د امريکا روحيه چېرته ده؟