د بريتانيې لومړي وزير ریشي سوناک د جنورۍ په ۲۹مې نېټې ويلي، چې د کابېنې غړی ناظم زاهاوي يې له دندې ګوښه کړی دی.
سوناک له دندې د ناظم د ګوښه کېدو لامل د دغه هېواد د کابېنې د غړو له اصولو څخه د نوموړي سرغړونه بللې ده.
د بريتانیې لومړي وزير ریشي سوناک په همدې ورځ د کابېنې غړي ناظم ته په يوه ليک کې ويلي، چې د ده د اخلاقي چارو مشارو ميګنسي موندنې ښيي، چې د کابېنې غړي ناظم د وزیرانو د چلند اصولو څخه سخته سرغړونه کړې ده.
ریشي سوناک د بريتانيې د واکمن محافظه کار ګوند(Conservative Party) مشر دی او ناظم زاهاوي يې د ګوند له رهبرۍ څخه هم لرې کړی دی. (ژباړه: شکريه)