د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د جنورۍ په ٣٠ مې نېټې په مسکو کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره کتلي او د انرژۍ د همکاريو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سيمه ييزو مسايلو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
لاوروف له یادې لېدنې وروسته يوې ګډې خبري ناستې ته ويلي، چې روسیه او پاکستان هيلې لري، چې د انرژۍ او نورو اقتصادي برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ وکړي.
نوموړي ويلي، چې د "پاکستان کریک (Pakistan Creek)" د ګازو د پایپ لاین د جوړولو مسئله اوس په څېړنيز پړاو کې ده او تمه کیږي چې ډېر ژر به پرمختګ ومومي.
بلاول بوټو زرداري په خپلو خبرو کې هيله ښودلې، چې د دواړو هيوادونو د انرژۍ همکارۍ ښې لاسته راوړنې ولري او د پاکستان د انرژۍ ستونزه ورسره حل شي.
روسیه او پاکستان په ۲۰۱۵م کال کې د (( شمال – جنوب )) د طبیعي ګازو پایپ لاین د جوړولو په برخه کې موافقې ته ورسیدل او په ۲۰۲۱م کال کې يې يادې پروژې ته (( پاکستان کریک )) نوم ورکړی دی.
د پاکستان کریک پروژه ټولټال ۱۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د پاکستان له جنوب د کراچۍ او ګوادر له بندرونو څخه د دې هېواد د پنجاب ایالت قصور سیمې ته غځول کیږي او د ګاز د لېږد پلان شوې کلنۍ اندازه يې ۱۲ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه مکعب متره ښودل شوې ده.
(ژباړه: شکريه)