د پېسو نړيوال صندوق: په ۲۰۲۳م کال کې به نړيوال اقتصاد ۲.۹ سلنه زياتوالی ومومي
CMG2023/01/31 11:10:17
شريکول:

د پېسو نړيوال صندوق د جنورۍ په ۳۱مې نېټې په سينګاپور کې د نړيوال اقتصاد د اټکل نوی راپور خپور کړی، چې له مخې يې، د ۲۰۲۳م کال د نړيوال اقتصادي پرمختګ انډول به ۲.۹ سلنې ته ورسيږي او ۲۰۲۴م کال به دا انډول ۳.۱ سلنې ته پورته شي.

په راپور کې دا اټکل هم شوی، چې ۲۰۲۳م کال کې به د چين اقتصاد ۵.۲ سلنه زياتوالی ومومي.

د پېسو نړيوال صندوق ويلي، چې مرکزي بانکونو له انفلاسيون سره د مبارزه په موخه سود لوړ کړی او د روسيې او اوکراين شخړې پر اقتصادي چارو بدې اغېزې کړې دي.

 په راپور کې دا هم راغلي، چې د نړيوال انفلاسيون انډول، چې په ۲۰۲۲م کال کې ۸.۸ سلنه و، په ۲۰۲۳م کال کې به ۶.۶ سلنې ته ټيټ شي او په ۲۰۲۴م کال کې به ۴.۳ سلنې ته را وغورځي، خو دغه شمېرې لا هم د کرونا وبا دمخه د ورته شمېرو په پرتله لوړې دي.