امريکا له يوې خوا چين څخه د همکاريو غوښتنه کوي، خو له بلې خوا بیا د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي
CMG2023/01/31 15:01:01
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن به په نږدې ورځو کې چين ته سفر وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په ۳۰مې نېټې رسنيو ته ويلي، امريکا نه شي کولی، چې له يوې خوا چين څخه د همکاريو غوښتنه کوي او له بلې خوا يې په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې وروستيو کې څو ځلې چين ته د بلينکن د سفر په اړه راپورونه ورکړي او ويلي يې دي، چې د نوموړي دغه سفر به له چين سره د سيالۍ په ښه کنټرول، له نړيوالو ننګونو سره د ګډې مقابلې په پياوړتيا او تايوان، فینتانیل درملو، اوکراین او د کوريا ټاپووزمې په اټومي مسئلې ورټول وي او چين ته به خپلې اندېښنې په ډاګه کړي.

ماو نينګ ويلي، چې بېجينګ په دې باور دی، چې چين تل د رئيس شي جين پينګ د وړانديز د ۳ اصولو په رڼا کې (( متقابل درناوی، په سوله کې ګډ ژوند او د ګډ ګټو پر بنسټ همکاري) له امريکا سره اړيکو ته پرمختګ ورکړی او کوي يې او دغه راز خپل ملي حاکميت او پرمختيايي ګټې هم په ټينګار ساتي.

نوموړې ويلي، چې هېواد يې له سيالۍ څخه ډډه نه کوي او نه بيرېږي، خو له دې سره مخالفت کوي، چې د چين او امريکا اړيکې ټولې په سيالۍ بدلې کړي او د سيالۍ په پلمه د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي.

چين غواړي له امريکا سره د متقابل احترام او د ګډو ګټو پر بنسټ په دوه اړخيزو او څو اړخيزو برخو کې زياتې تبادلې او همکارۍ وکړي.