د پاکستان ځايي روغتون د جنورۍ په ۳۰مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د خيبر پښتونخوا ايالت د مرکز پېښور په يوه جومات کې چاودنه شوې، چې له امله يې ۷۲ کسان وژل شوي او ۱۵۷ نور ټپيان شوي دي.
د پېښور د پوليسو يوه چارواکي اعجاز خبري رسنيو ته ويلي، چې د دې چاودنې پر مهال په جومات کې شاوخوا ۳۰۰ کسان موجود وو او بريدګر د ځايي پوليسو په موخه کړي وو.
د يادې چادونې له امله د جومات چت غورځيدلی او ګڼ کسان تر خاورو لاندې شوي دي.
پاکستاني رسنيو ويلي، چې چاودنه په داسې ځای کې شوې، چې هلته د دې هېواد پوله ساتي ځواکونه او د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې په ګډون ګڼ شمېر دولتې ادارې ميشتې دي.
د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شريف ياده چاودنه غندلې او ويلي يې دي، چې هېواد يې له ترهګرۍ سره کلک مخالفت کوي.