د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په هنګري کې د هنګري او چيني ژبو ښوونځي زده کوونکو ته ځوابي پيغام ليږلی دی.
نوموړي په دغه پیغام کې د هنګري تنکي ځوانان هڅولي، چې د چين په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي او د چين او هنګري ترمنځ د دوستۍ سفيران وګرځي.
شي جين پينګ د ۲۰۰۹ کال په اکتوبر کې هنګري ته په رسمي سفر تللی و او په ترڅ کې يې له ياد ښوونځي څخه هم ليدنه کړې وه.
نوموړی هغه مهال د چين د دولت رئيس مرستيال و.
د دې ښوونځي زده کوونکي هو لينګ يو او سونګ جه شياو د روان کال له پسرلني اختر څخه مخکې د ټولو زده کوونکو په استازيتوب رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمنې پنګ لي يوان ته پيغام ليږلی او په تېرو دوولسو کالونو کې يې د زده کوونکو لخوا د چیني ژبې د زده کړو په اړه مالومات ورکړي دي.
د ياد ښوونځي زده کوونکو په پيغام کې هيله ښودلې، چې د زده کړو لپاره چين ته لاړ شي او په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د لا ټينګېدو لپاره خدمتونه وکړي.
(غاټول)