د سږني پسرلني اختر په درشل کې د چينايانو بهرني سفرونه ډېر شوي دي
CMG2023/01/31 10:44:05
شريکول:

 

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ د جنورۍ په ۳۰مې نېټې په يوې مطبوعاتي‌غونډې کې ويلي، چې د چين خوځنده ځواک د پسرلني اختر د رخصتۍ په درشل کې ښکاره شوی دی.

نوموړې ويلي، چې د سږني پسرلني اختر د رخصتۍ په بهیر کې۲ ميليونو او ۸۷۰ زرو کسانو د چين او نورو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کړی او په منځنۍ توګه ورځنی شمېر یې ۴۱۰ زرو ته رسیدلی، چې د تېر کال د پسرلني اختر په پرتله ۵ اعشاره ۱۲ زياتوالی ښيي. په همدې مودې کې بهر ته د چيني سیلانيانو فرمایشونه او سپارښتنې ۶۴۰ سلنه زياتې وې او د چين بهر ته د الوتنو ټيکټونو فرمایشونه ۴ چنده زياتوالی ښيي.

نوموړې په ياده غونډه کې ويلي، چې د شمېرنې له مخې، د سږني پسرلني جشن په ترڅ کې د چينايانو د بهرنيو سفرونو له زياتېدو او د مصرفي اندازې له ډېرېدو څخه پر نيکمرغه او ښکلي ژوند او د هېواد پر راتلونکي پرمختګ د چينايانو پوره باور څرګندېږي. دغه راز نړيوال ترې د ټولې نړۍ لپاره د چين د اقتصادي سمسورتيا ستر اهميت هم احساسولای شي.