روغتيا نړیوال سازمان: کرونا وبا لا هم د پاملرنې وړ د عامې روغتيا بېړنۍ پېښه ده
CMG2023/01/31 10:37:54
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۳۰مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې کرونا وبا اوس په ګردې نړۍ کې مخ په کمزورېدو روانه ده، خو لا یې هم د پاملرنې وړ د عامې روغتيا بېړنۍ پېښه بللې ده.

د روغتيا نړیوال سازمان د بېړنيو چارو کمېټې د جنورۍ په ۲۷مې نېټې د کرونا وبا د ارزونې مطبوعاتي غونډه ترسره کړې او د دغه سازمان عمومي مديريت ته يې د وبا د اوسني حالت او د راتلونکې وقايې او کنټرول په اړه یو لړ وړانديزونه کړي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مديريرت د يادې کمېټې وړانديزونه منلي او په همدې ورځ يې اعلان کړی،‌چې کرونا وبا لا هم د نړۍ د پاملرنې وړ د عامې روغتيا بېړنۍ پېښه ده.

د روغتيا د نړيوالو مقرراتو له مخې، دا د روغتيا نړیوال سازمان تر ټولو لوړ خبرداری بلل کیږي.