د روسيې د قانوني معلوماتو ويبپاڼې د جنورۍ په ۳۰مې نېټې يو سند خپور کړی، چې د دغه هېواد صدراعظم ميخايل ميشوستين د همدې مياشتې په ۲۸مې نېټې لاسليک کړی دی.
د دې سند له مخې به د ولسمشر ولاديمير پوتين نيول شويو تدبیرونو ته د عمل جامه واچول شي.
لوېديځو هېوادونو د روسيې د نفتو او نفتي توليداتو پر بيو محدوديت لګولي او په مقابل کې يې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ځوابي تدبيرونه لاسلیک کړي دي.
د روسيې انرژۍ او ماليې وزارتونو يو تړون لاسليک کړی، چې له مخې به يې، دغه دواړه وزارتونه د مارچ له لومړۍ نېټې مخکې د د روسيې د نفتو د صادراتي بيو د څار پروسه بشپړه او تصويب کړي.
د ياد سند له مخې، د نفت او نفتي توليداتو د صادرولو اړوندې تصدۍ او سوداګر مسئوليت لري، چې د خپلو چارو په ټول بهير وڅاري، چې که پر بيو يې محدوديتونه پيدا کړي، نو په ټاکلي وخت بايد د روسيې ګمرک ادارې او انرژۍ وزارت ته خبر ورکړي.
د روسيې انرژۍ وزارت د جنورۍ په ۱۰مه نېټه ويلي، چې هغو تصديو سره، چې د محدوديتونو ښکار وي، هیڅ همکاري نه کوي.
باور دا دی، چې په بازاري ميکانيزم کې د لوېديځو هېوادونو د غير قانوني لاسوهنې د دې لامل شوي، چې د نړۍ د انرژۍ امنيت وګواښي او پر ثابتې عرضې يې بدې اغېزې کړې دي.
د نړۍ ډېری هېوادونه، چې د دغو محدوديتونو له امله زيانمن کيږي، هڅې کوي، چې لوېديځ هيوادونه ياد محدوديتونه لغوه کړي.