د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د جنورۍ په ۳۰مې نېټې په بيت المقدس کې پر فلسطين او اسرائيلو غږ کړی، چې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره بيړني تدبيرونه ونيسي او يو ځل بيا يې په ټينګار ويلي، چې هېواد يې د فلسطين او اسرائيل تر منځ د شخړې د حل لپاره د دوو هېوادونو له لايحې ملاتړ کوي.
بلينکن په همدې ورځ په بيت المقدس کې د اسرائيل له لومړي وزير بنيامين نتانياهو سره ليدلي او په یو لړ مسئلو یې ورسره خبرې کړې دي.
بلينکن له نتانياهو سره په يوې ګډې خبري ناستې کې ويلي، چې فلسطين او اسرائيل دې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره بيړني تدبيرونه ونيسي او امنيتي او خوندي چاپېريال دې رامنځته کړي.
نوموړي زياته کړې، چې امريکا د فلسطين او اسرائيل تر منځ د مسئلې او کشمکش د حل لپاره د دوو هېوادونو لايحې ملاتړ کوي او د خپلواک فلسطين جوړول د يادې مسئلې د حل لاره بولي.