د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د جنورۍ په ۳۰مې نېټې د هالنډ د لومړي وزير له مرستيال او بهرنيو چارو وزير پېټې هويکسترا، د سعودي عربستان له بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان السعود او د ارجنټاين له بهرنيو چارو وزير کافيرو سره ټلفوني خبرې کړې دي.
چين ګانګ له خپل هالنډي سیال سره په خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له هالنډ سره د اقليمي بدلون په شمول په څواړخيزو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه ورسره د نړيوالې سوداګرۍ سيسټم او چاپېريال وساتي.
چين ګانګ د سعودي عربستان له بهرنيو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره په خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له سعودي سره په ګډې همکارۍ د سرمشريزې غونډې پایلې پلې کړي، د چين او سعودي عربستان، د چين او خليج هېوادونو او د چين او عربي هېوادونو تر منځ اړيکو ته پرمختګ ورکړي، په نوي زمانې کې د چين او عربي هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي، د چين او خليج هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو اړيکې پياوړې کړي، د پرمختللو هېوادونو ګډې ګټې ښې وساتي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې په شمول د نړيوالو اړيکو پر بنسټيزو اصول ټينګار وکړي.
چين ګانګ له خپل ارجنټايني سیال سره په خبرو کې ويلي، چې چين د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په برخه کې له ارجنټاين څخه ملاتړ کوي او دواړه هېوادونه دې د يو کمربند او يوې لارې د لوړ کيفيت د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.
نوموړي ويلي، چې هېواد يې له ارجنټاين سره په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د لا زيات رول د لوبولو ملاتړ کوي.
د درېيو هېوادونو سیالانو ويلي، چې غواړي له چين سره په بېلا بېلو چارو کې تګ راتګ او همکارۍ پياوړې او د مشرانو ګډې نظريې پلي کړي او د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لپاره به هڅې وکړي.