د ترکيې ولسمشر رجيب طيب اردوغان د جنورۍ په ۲۹مې نېټې په يوې ټلويزيوني وينا کې ويلي، چې هېواد به یې په ناټو کې د فنلنډ او سويډن د غړيتوب په اړه توپيري چلند غوره کړي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو د روانې مياشتې په ۳۰مې نېټې وويل، چې په دې اړه يې له فنلنډ سره د نظر تبادلې کړې دي.
نوموړي ويلي، چې فنلنډ په ناټو کې د ګډون په اړه پرمختګ کړی او په خپلو خبرو کې يې د سویډن د پاروونکو پېښو ته هم اشاره کړې ده.
د مالوماتو له مخې، په سويډن کې په دې وروستيو کې د ترکيې ضد لاريونونه شوي دي او ترکيې په هېواد کې د سويډن سفير ته سخت احتجاج وړاندې کړی او له دغه هېواد څخه يې د سويډن د دفاع وزير ليدنه هم لغوه کړې ده.
ترکيه وايي، چې سويډن د ترهګرۍ ضد چارې نه ترسره کوي، مجرمين نه ورسپاري او د ترهګرۍ اړوندې شتمنۍ يې نه دي کنګل کړي او په دغو برخو کې يې هیڅ پرمختګ نه ليدل کيږي.
سويډن او فنلنډ د ۲۰۲۲م کال په مې کې په ناټو کې د ګډون غوښتنه کړې ده.
د ناټو د کورنيو مقرراتو له مخې، سويډن او فنلنډ بايد د ناټو د ۳۰ غړيو هېوادونو هوکړه ترلاسه کړي، خو تر اوسه ترکيې او هنګري په رسمي ډول دغو دواړو هيوادونو ته د ناټو د غړيتوب اجازه نه ده ورکړې.