د پسرلني اختر په رخصتۍ کې د چين د سيلانيزو چارو سمسورتيا
CMG2023/01/31 16:32:29
شريکول:

د چين  نوی کرنيز کال يعنې د سوی کال پيل شوی او سيلانيزې چارې يې سمسورې روانې دي.

د  مالوماتو له مخې، په چين کې۳۰۸ ميليونو خلکو د پسرلني اختر په اوه ورځنۍ رخصتۍکې په کور دننه سفرونه کړي، چې دا رقم د تېر کال د همدې رخصتۍ په پرتله ۲۳،۱ سلنه زياتوالی او د کورنيو سيلانيزو چارو عايدات يې د تېر کال د ورته مودې په نسبت ۳۰ سلنه زياتوالی ښيي.

د پسرلني اختر په موده کې د چين په بېلا بېلو سيمو کې د څراغونو نندارتونونو، ډول ډول نندارو او بازارونو په شمول ځانګړي فعاليتونه تر سره شوي دي، چې په ترڅ کې يې مختلفو سيلانيزو توليداتو ته ښه بازار پيدا شوی دی.

 شمېرې ښيي، چې په چين کې د پسرلني اختر په ۷  ورځنۍ رخصتۍ کې د سيلانيزو شرکتونو او اړوندو خدمتي ارګانونو عايدات د تېر کال د همدې مودې په پرتله يو اعشاريه درې چنده زيات شوي دي.

عکسونه:

۱.د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۲۶مه نېټه،  د چين د چونګ چينګ ښار په هونګ يا دونګ سيلانيزې سيمې کې د سيلانيانو ګڼه ګوڼه

۲.د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۲۷مه نېټه، د شانګهای ښار د هوانګ پو سيند پر غاړه سيلانيان

۳.د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۲۲مه نېټه، د چين د هو نان ولايت د چانګ شه ښار معبدي بازار

۴.د چين د شاان شي ولايت د شي ان ښار په دا تانګ سيلانيزې سيمې کې د بورې دکان