په تېر ۲۰۲۲م کال کې د چین د خدماتي سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو ارزښت 12.9سلنه زیاتوالی ښيي
CMG2023/01/31 15:01:48
شريکول:

د چین د سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۳۰مه نېټه تازه شمېره خپره کړه، چې په تېر ۲۰۲۲م کال کې د چین د خدماتي سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۵۹۸۰ میلیارډو ۱۹۰میلیونو یوانو ته رسېدلی او دغه شمېر د ۲۰۲۱م کال په نسبت 12.9سلنه زیات شوی.

د چین د سوداګرۍ وزارت د څېړنیزې ادارې د نړیوالې خدماتي سوداګرۍ د څېړنیزې څانګې مشر لي جون په اشارې سره وویل، له نږدې ۱۳ سلنه زیاتوالي څخه ښکاري، چې د چین خدماتي سوداګري له ننګونو سره د مقابلې پیاوړی توان لري.

هغه وویل، په داسې حال کې چې په تېر ۲۰۲۲م کال کې هم ګرده نړۍ او هم چین کې د اقتصادي سوداګرۍ زمینه ډېره سخته وه، د چین خدماتي سوداګرۍ دا پرمختګ موندلی، او دا یو بریالیتوب ګڼل کېږي. د یادولو وړ ده چې د خدماتي سوداګرۍ زیاتوالی د توکو سوداګرۍ په پرتله ۵ سلنه زیات شوی. له دې ښکاري، چې خدماتي سوداګرۍ په ستونزمن چاپېریال کې د ثابت وضعيت د ساتلو او د ننګونو سره د مقابلې پیاوړی توان لري.

شمېرې ښيي، چې په تېر ۲۰۲۲م کال کې د پوهنې او ځیرک خدمت د وارداتو او صادراتو ارزښت ۲۵۰۶ میلیارډه، ۸۵۰ میلیونه یوانه و او دغه شمېر د ۲۰۲۱م کال په پرتله 7.8 سلنه زیات شوی. په دې جمله کې د پوهنې ملکیت د استعمال لګښت او د مخابراتي کمپيوټري مالوماتو خدمات په دواړو برخو کې صادرات ګړندي زیات شوي چې په جلا جلا توګه 17.5 سلنه او13 سلنه زیات شوی. په عین وخت کې د پوهنې او ځیرک خدمت وارداتي ارزښت ۱۰۹۰میلیارډو،۷۷۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی او د ۲۰۲۱م کال په نسبت  ۲.۶ سلنه زیات شوی.

ښاغلي لي جون وویل، له دغو شمېرو څخه ښکاري، چې د چین د خدماتي سوداګرۍ جوړښت مخ په ښه کېدو دی. اوس د چین د تکنالوژۍ نوښت سویه لوړه شوې، مخکې مو له بهر څخه د تکنالوژۍ او پوهنې ملکیت وارد کړی، اوس چینایان ګام په ګام بهر ته خپل پوهنيز ملکیت صادروي. نو د پوهنيز ملکیت په برخه کې لګښت او عواید دواړه د زیاتېدو په حال کې دي. مخابراتي خدمات د پوهنې او ځيرک په برخه کې یو ډول خدمت دی، د ډيجيټلي سوداګرۍ مرکزي برخه يې هم ده. د مخابراتي خدماتو صادرات د پرمختګ په حال کې دي، له دې څخه ښکاري، چې د چین ډيجيټلي تکنالوژۍ ستر پرمختګ موندلی دی. باور لرو چې د چین ډيجيټلي خدمت او سوداګرۍ به په راتلونکي کې پر ښه لوري روان وي.

په تېر ۲۰۲۲م کال کې د سیلانيزو چارو خدمات د وارداتو او صادراتو ارزښت ۸۵۵ میلیارډه او ۹۸۰ میلیونه یوانه و او دغه شمېر د عادي کېدو په حال کې دی.

ښاغلي لي جون وویل، په چین کې د کرونا وبا ضد تدبیرونو په تنظیمېدو سره، په ۲۰۲۳م کال کې به سیلانيزې چارې او نړیوالې زده کړې په شمول د خدمت صادرات او واردات ګام په ګام عادي شي. هغه وویل، په ۲۰۲۳م کال کې به یو ستر "بدلون" راځي چې په چین کې د کرونا وبا ضد تدبیرونو تر تنظیمېدو وروسته د کور او بهر د کسانو تګ راتګ عادي کېږي. شک نشته چې د سرحدي کنټرول د اقداماتو په نرمېدو سره به سیلانیز خدمتونه عادي شي. سږ کال به ښايي د نړیوالې زده کړې په برخه کې د خدماتي سوداګرۍ د کرونا وبا له رامنځته کېدو مخکې حالت او سویې ته به ورسي.