په پېښور کې د چاودنې له امله د مړو شمېر سلو ته ورسېد
CMG2023/02/01 10:46:45
شريکول:

د خيبر پښتونخوا د مرکز پېښور په يوه جومات کې د جنورۍ په ۳۰مې نېټې سخته چاودنه وشوه، چې له امله يې سلګونو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د خيبر پښتونخوا د روغتيا ادارې د جنورۍ په ۳۱مې نېټې خبر ورکړی، چې په يادې چاودنې کې د وژل شويو کسانو شمېر سلو ته رسيدلی او کابو دوه سوه کسان نور ټپيان دي.

 د پېښور پولیس محمد اعجاز خبري رسنيو ته ويلي، چې ابتدايي څېړنې ښيي، چې دا يو ځانمرګی بريد و او په داسې حال کې شوی، چې په جومات کې کابو ۳۵۰ کسانو لمونځ کاوه.

دغه جومات د چاودنې له امله ويجاړ شوی دی او ګڼ کسان پکې تر خاورو لاندې شوي دي.

ژغورونکو د جنورۍ په ۳۱مې نېټې له کنډو کپرو زيات جسدونه را ایستلي او د نورو جسدونو او ټپيانو په لټه دي.

 ځايي رسنيو ويلي، چې پاکستاني طالبانو د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې، خو وروسته يې بیا رد کړې ده.

 (هیله)