اروپايي ټولنې د جنورۍ په ۳۱مې نېټې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په تېر ۲۰۲۲م کال کې د یورو سیمې د کورني تولید عمومي ارزښت 3.5 سلنه زیات ښودل شوی او د اروپايي ټولنې د کورني توليد عمومي ارزښت بیا 3.6 سلنه زیاتوالی موندلی دی.
شمېرې ښيي، چې د تېر کال په څلورمې ربعې کې د یورو کاروونکې سيمې اقتصاد د ۲۰۲۱م کال د ورته مودې په پرتله 1.9 سلنه زیات شوی او په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې اقتصاد د ۲۰۲۱ کال د څلورمې ربعې په پرتله 1.8 سلنه زیات شوی دی.
د مالوماتو له مخې، د تېر کال په څلورمې ربعې کې د لاتونیا، هسپانيې او پورتګال اقتصاد پرمختګ موندلی، چې د تېر کال د درېیمې ربعې په پرتله په جلا جلا توګه 3.5سلنه، 0.3سلنه، 0.2 او 0.2 سلنه زیات شوی دی، خو په همدې موده کې د جرمني، ايتاليې او ليټوانيا اقتصاد د تېر کال د درېيمې ربعې په پرتله په جلا جلا توګه 0.2 سلنه، 0.1 سلنه او 1.7 سلنه ښکته شوی دی. (هیله)