امريکا د نوي کال په پيل کې د ډزو زورزياتي تر سيوري لاندې راغلې. د روان ۲۰۲۳م کال په لومړۍ مياشت کې په امريکا کې د ډزو پېښې يو پر بل پسې رامنځته شوې، چې له امله يې سخته مرګ ژوبله اوښتې ده او د ډزو پېښو شمېر يې د تېرو شپېتو مياشو راهيسې تر ټولو زيات ښکاري.
د امريکا د ټوپک تاوتريخوالي ارشیف (gun violence archive) ویبپاڼې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳م کال له پيل څخه د جنورۍ تر ۳۰مې نېټې پورې په امريکا کې د ډزو ۵۰ هغه ډول سختې پېښې رامنځته شوې، چې د پېښې له امله لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي، نژدې ۳۵۰۰ د ټوپک په پېښو کې وژل شوي او تر ۲۶۰۰ زيات تنه د ډزو پېښو له امله ټپيان شوي دي.
د امريکا د شيکاګو پوهنتون د عامو تګلارو انسټيټيوټ تېر کال د دغه هېواد يوه سروې تر سره کړې. د دغې سروې نتيجه ښيي، چې د درې پر څلورمه امريکايانو په اند د ډزو زورياتی سخته مسئله ده او د ۸۰ سلنې امريکايانو په اند د ډزو زورزياتی ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی. سربېره پر دې، د سروې ۲۱ سلنې برخوالو امريکايانو ويلي، چې خپل ځانونه، خپلوان او يا دوستان په تېرو پنځو کلونو کې د ډزو له زورزياتي څخه تېر شول او له ۴۰ سلنې زيات امريکايان اندېښمن دي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې ښايي د ډزو زورياتی زيانمن کېدونکي وګرځي.
د امريکا د اساسي قانون دوهمه تعديل نامه په ۱۷۹۱م کال کې تصويب شوې او امريکايي اتباعو ته يې د ټوپک د درلودلو حق ورکړی، چې له امله يې په دغه هېواد کې د ټوپک د درلودلو ازادي د امريکايانو يو مهم شخصي حق بلل کېږي. دغه راز په امريکا کې د شخصي ټوپکونو شمېر په نړۍ کې د نورو هېوادونو په پرتله ډېر زيات دی. د سويس د جنيوا د نړيوالو اړيکو لوړ پوړي اکاډمۍ د سپکو وسلو څېړنه تر سره کړې، چې له مخې يې په امريکا کې د شخصي ټوپکونو شمېر لږ تر لږه ۳۹۳ ميليونه دی يانې د هرو سلو وګړو په لاسونو کې نژدې ۱۲۰ ټوپکونه لري.
د امريکا جانس هوپکينس پوهنتون د ډزو زورزياتي د مخنيوي مرکز مدير جوشي هاويس دې ته په اشارې سره ويلي، چې د ډزو زورزياتي په مسئله کې له نورو هېوادونو سره د امريکا تر ټولو څرګند توپير دا دی، چې په دغه هېواد کې د ټوپک درلودل اسانه کار دی.
د همداسې وضعيت پر وړاندې د کار او ژوند د فشار، اقتصادي ستونزې او د کورنۍ شخړې په شمول چارې ښايي د ډزو پېښو لامل وګرځي. د امريکا اقتصاد او ټولنه د کرونا وبا د خپرېدو په موده کې له سختو ننګونو سره مخ وه او د ټوپکونو د پلور اندازه ډېره زياته شوې، چې پخوانی ريکارډ يې مات کړی دی. ښاغلي جوشي هاويس ويلي، چې خلک غواړي د ټوپکونو د اخيستلو له لارې د خونديتوب احساس ټينګ کړي، خو د ډزو زياتېدونکې پېښې بيا د خلکو اندېښنه لوړولی شي او له امله يې لا زيات وګړي به ټوپکونه واخلي.
پر شخصي ټوپکونو د محدوديت يوې غوښتونکې ډلې بنسټګر شانون ووټس وايي، چې په امريکا کې د ډزو زورزياتی يوه سياسي مسئله ده.
د ټوپکونو کنټرول مسئله له تېرو زياتو کلونو راهيسې د امريکا د دوو ګوندونو ترمنځ د سيالۍ مرکز ګرځېدلی دی. د هغه دوران تکرار دی، چې د ډزو تراژيدي له رامنځته کېدو وروسته د ډيموکراټ ګوند غړي د ټوپک د ادارې پياوړتيا غوښتې، خو د جمهوريپال ګوند غړي د پېښې پړه پر قاتل اچوي. د دواړو خواوو له شفاهي جنجال وروسته د اړوندې تګلارې جوړونه او تطبیق بې نتيجې پاتې دی او د ډزو نورې پېښې به رامنځته شي.
په امريکا کې د ټوپکونو مسئلې تر شا يو بل مهم ځواک هم شته، چې د امريکا د ټوپکونو د ملي ټولنې په شمول د ټوپک کنټرول ضد سازمانونو او وسله توليدوونکې کمپنۍ د ټوپک د کنټرول قانون د جوړېدو د مخنيوي لپاره امريکايي سياستوالو ته ډېرې پيسې ورکړې دي. ښاغلي شانون ووټس ويلي، چې د ټوپکونو ملي ټولنه د پيسو له امله، امريکايي سياستوال د ډزو د زورزياتي پر وړاندې اقدامات نه کوي.
څېړونکو دې ته په اشارې سره ويلي، چې په امريکا د ډزو مسئله د سختېدو په حال کې ده او نه علاج کېدونکی مرض ګرځېدلی دی او د امريکا پر کمزوري شوي بدن به منفي اغېزه وکړي.