د افغانستان پخوانی ډيپلومات: د چین اقتصاد د نړۍ د اقتصادي ناورين مخنیوی کولای شي
CMG2023/02/01 13:59:18
شريکول:

 

د چين پسرلني اختر اووه ورځنۍ رخصتۍ تازه تېره شوې او په دې رخصتۍ کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د مصرفولو ډولونه رنګارنګ و، چې د ژمني سپورټ، د څراغونو نندارې، هنري نندارې او سيلانيزو چارو کې لګښتونه په لوړه اندازه زيات شوي دي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په راتلونکې يوې موده کې د چين په دننه کې د مصرفولو غوښتنې به لا نورې زياتې شي او دا د نړيوال اقتصاد د ځواکمنتيا لپاره يو ګټور لامل به وګرځي.

په چين کې د افغانستان پخواني لوی سفير او د چين او افغانستان تر منځ د دوستۍ ټولنې پخواني مشر سلطان احمد بهين په چين کې د پسرلني اختر د نمانځنې حالت له نژدې څخه کتلی او ژورې خاطرې يې په ذهن کې پاتې دي. هغه د چين مېډيا ګروپ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې د چين پسرلني اختر تر تولد لوی اختر دی، ځکه چې کورنۍ د يو کال د کار او محنت وروسته سره يو کېږي او د چينايي خوراکي توکو څخه خوند اخلي. سږ کال د کرونا وبا له دريو کلونو وروسته په چين کې اړوندې تګلارې تنظيمې شوې او خلک په ازاد ډول بېلا بېلو ځايونو ته سفر کاوه. دا د اقتصاد د ودې پيل دی او د کرونا وبا مخکې حالت ته نژدې او عادي کېږي. نړۍ هم د چين د اقتصاد د بيا احيا کېدو تمايل ليدلی، وړاندوينه دا ده چې د چين اقتصاد به سږ کال ۵.۲سلنه رشد کوي او دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ اقتصاد به يوازې ۲.۵ سلنه رشد ولري.

په دې سره چې چين د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تګلارې نرمې کړې، ډېر زيات چينايي سيلانيان بهر ته خپل سفرونه اعاده کړي، دغه راز د چين او نورو هېوادونو تر منځ تجارتي همکارۍ هم د پياوړي کېدو په حال کې دي. په دې هکله ښاغلي سلطان احمد بهين خبريالې ته وويل، چې د ډېرو هېوادونو د اقتصادي ودې مهمه برخه په سیلانيزو چارو اړوند ده. ډېر زيات شمېر چينايان نورو هېوادونو ته سفرونه خوښوي او له کرونا وبا مخکې هر کال نژدی ۱۲۰ميليونه چینایی سیلانیانو بهر ته سفر کړی او په بهر کې د چينايانو د سفرونو له امله رامنځته شوي لګښتونه د دغو هېوادونو لپاره مهم اقتصادي ونډه ده. د کرونا وبا او د اوکراین د جگړې په شمول د منفي اغېزو په نتیجه کې، د نړۍ اقتصاد کېدای شي د نوي ناورين سره مخامخ شي او یوازې د چین تولیدي اقتصاد د نړۍ د اقتصادي ناورين مخنیوی کولای شي.

د ښاغلي سلطان احمد بهين په اند اوس د نړۍ بېلا بېل هېوادونه مني، چې کرونا وبا دومره خطر نه لري او يو عادي ويروس گرځېدلی. له همدې کبله چين په مناسب وخت کې د کرونا وبا د وقايي او کنټرول تګلارې اسانه کړې او دا هېڅ مسئله نه ده. په دې نتيجه کې په چين کې د پسرلني اختر په موده کې د دغه هېواد په دننه او بهر کې تګ راتګ زيات شوی او نړيوالو ته مثبتې نښې يې رسولې دي او د نړيوال اقتصاد هڅونه کوي.

ښاغلي سلطان احمد بهين مخکې د چين او افعانستان تر منځ د دوستۍ ټولنې د رييس دنده درلوده او تل د دواړو هېوادونو دوستي ته ارزښت ورکوي. هغه له خبريالې سره د مرکې په اخر کې وويل، چې افغانستان او چین دوه گاونډیان دي چې له اړيکو ورهاخوا نه يوازې دا چی په کابل کې کوم يو حکومت درلود یا لري، چین د افغانانو سره مرسته کړې ده او هم کوي يې. اوس چې په افغانستان کې د خلکو په وړاندې طبيعي مصيبت او اقتصادي ستونزې خورې دي، چین کولای شي د افغانانو سره مرسته وکړي.