د اوکراین خارجه وزير: د لوېدیځ لخوا د چمتو شويو ټانکونو لومړۍ جوپه به له ۱۰۰ څخه زیاته وي
CMG2023/02/01 10:47:07
شريکول:

د امريکا په استازيتوب لوېديځو هېوادونو په دې وروستيو کې څرګنده کړې، چې دوى به اوکراين ته جنګي ټانکونه او نورې درنې وسلې ورکړي.  د اوکراين د بهرنيو چارو وزير کوليبا د جنورۍ په ۳۱مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د لوېديځو هېوادونو له خوا اوکراين ته د ورکړل شويو ټانکونو لومړۍ جوپه به له ۱۲۰ څخه تر ۱۴۰ پورې وي.

کولیبا ويلي، چې اوس مهال ۱۲ لوېدیځو هیوادونو ژمنه کړې چې اوکراين ته به د "لیپرډ 2" (Leopard 2) او ایم 1 "ابرامس" (M1 "Abrams") په څیر ټانکونه ورکړي. کولیبا دا هم څرګنده کړه چې اوکراین پلان لري چې د لویدیځو نظامي تجهیزاتو له رسیدو وروسته د روسیې پر وړاندې "لوی پیمانه ځوابي برید" پیل کړي. (ژباړه: شکريه)