ناټو په اسیا او ارام سمندر کې د څپو د راپورته کولو توان نه لري
CMG2023/02/01 16:07:25
شريکول:

د ناټو سرمنشي جينس سټولټنبرګ د جنورۍ د ۳۱ مې نېټې په شپه له جاپان څخه د لېدنې پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزير فوميو کيشدا سره تر لېدنې وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې ناټو او جاپان به د سمندري امنيت، انټرنېټي شبکې او د پوځي وسايلو د کنټرول په برخو کې ګډې همکارۍ وکړي. 

دا له تېرو شپږو کلونو راهيسې، جاپان ته د ناټو د سرمنشي لومړی سفر دی او د جاپاني رسنيو په وينا، د جاپان او ناټو ترمنځ اړيکې په چټکۍ نږدې شوې دي.

په يادې اعلاميې کې چين ته هم اشاره شوې ده.

سټولټنبرګ له دې وړاندې له جنوبي کوريا څخه د لېدنې پر مهال هم چين ياد کړی و او ويلي يې وو، چې چين د لوېديځو هيوادونو ارزښتونو، ګټو او امنيت ته ګواښونه جوړوي.

کارپوهان په دې اند دي، چې ناټو د سړې جګړې په پایلې کې رامنځته شوې او اوس یې هڅې پيل کړي، چې د امريکا د هندوپاسيفيک ستراتېژۍ په رڼا کې خپل نفوذ د چين د ګواښ په پلمه اسيا او ارام سمندر ته پراخ کړي.

د عامه افکارو په اند، اسيا او ارام سمندر سيمه باید د ناټو کړنو ته متوجه او بيداره واوسي.

ناټو د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته خپل هدف او لوری له لاسه ورکړی او د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون په وينا دماغ يې فلج شوي دي، خو دا هم يو ښکاره حقیقت دی، چې دغه سازمان له پېل راهيسې د امريکا د ډلو ټپلو او پارټبازۍ د جوړولو د الې په توګه کارول کيږي.


د اوکراين کړکېچ د تېر ۲۰۲۲م کال په پيل کې رامنځته شوی او امريکا په دې هڅه کې ده، چې له ياد کړکېچ ګټه پورته او ناټو ته بیا پوکی ورکړي او په اصطلاح په پښو يې ودروي.

امريکا دا هڅه هم کوي، چې د ناټو کاپي په اسیا او ارام سمندر کې جوړه کړي او د چين د پرمختګ مخه پرې ونيسي او خپله باداري روانه وساتي.

د امريکا دفاع وزير لويډ استين د جنورۍ په ۳۱ مې نېټې جنوبي کوريا ته رسيدلی او هلته يې يو ځل بيا خپل پلان څرګند کړی او هڅه يې کړې، چې د دغه هېواد د لارو پر وړاندې خنډ جوړونکي به وويروي. 

ناټو غواړي په اسيا او ارام سمندر کې د اوبو څپې راپورته کړي، خو دا چاره يې له توان څخه پورته ده.  اسيا او ارام سمندر د لویو هېوادونو د سياليو ډګر نه دی او هره هغه دسيسه چې نوې جګړه راپاروي، اسيایان به یې پر وړاندې ودريږي.