د فلسطين ولسمشر محمود عباس د جنورۍ په ۳۱مې نېټې د اردن سيند د لوېديځې غاړې په رام الله ښار کې د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن سره کتلي او د فلسطین او اسرائیل ترمنځ پر روان کړکېچن يې ورسره خبرې کړې دي.
د فلسطین رسنيو د محمود عباس په قول خبر ورکړ چې د اسرائیل حکومت باید په فلسطین کې د روان کړکېچ بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي او پر نړیوالې ټولنې يې غږ کړی، چې پر اسرائیل فشارونه زیات کړي، چې د فلسطين پر وړاندې یو اړخیز اقدامات پای ته ورسوي او هم دې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین له رسمي غړیتوب ملاتړ وکړي.
انټوني بلینکن له محمود عباس سره په خبرو کې يو ځل بیا د دوو هېوادونو لایحې په اړه د امريکا ژمنه تکرار کړې او پر فلسطن او اسرائيل یې غږ کړی، چې د خپلمنځي تاوتریخوالي د کمولو لپاره لاس په کار شي.
ډېر فلسطينيان په همدې ورځ د د اردن سيند د لويديځې غاړې او غزې په زياتو ځايونو کې راغونډ شوي وو، د بلينکن له سفر سره يې مخالفت ښودلی او په بینرونو يې «امريکا پاليسو ته نه ووايه» شعارونه ورکړي وو.