چين: له هر ډول ترهګرۍ سره کلک مخالفت کوو
CMG2023/02/01 11:06:28
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په ۳۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په پاکستان کې وروستيو ترهګريزو پېښو او په ځانګړې توګه د پېښور خونړي بريد ټولو ته ټکان ورکړی او چين يې سخته غندنه کوي.

نوموړې پر وژل شويو کسانو خواشيني او د دوی له کورنيو او ټپيانو سره د زړه له کومې همدردي ښودلې ده.

ماو نينګ ویلې، چې چين له هر ډول ترهګرۍ سره کلک مخالفت کوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې، د هيواد ثبات د ساتلو او د خلکو د خونديتوب لپاره د پاکستان له هڅو څخه ټينګ ملاټر کوي.