بېجینګ: اړوندې خواوې دې د لیتوګراف د صادراتو په اړه خپلواکه پرېکړه وکړي
CMG2023/02/01 10:58:49
شريکول:

امریکا، جاپان او هالنډ غواړي، پر چین د لیتوګراف ((DUV)) او اړوندو پرزو پر صادراتو محدوديتونه ولګوي او په دې اړه يې څو ورځې مخکې يو ابتدايي تړون هم لاسلیک کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جنورۍ په ۳۱مې نېټې په یوې خبري ناستې کې هیله ښودلې، چې هر هېواد خپلواک او عادلانه دريځ غوره کړي او د خپلو دایمي ګټو او مساوي بازاري اصل ته په کتو پرېکړه وکړي. 

مېرمن ماو نینګ ویلي، ځينې هېوادونه د خپلو شخصي ګټو په موخه د ملګرو ګټې زیانمنوي او په شوم نیت غواړي، د چین تصدۍ وځپي او د پرمختګ مخه يې ونيسي.

نوموړې د ځينو هېوادونو يو اړخيزې کړنې ظالمانه او له بازاري نظام او نړیوالو سوداګریزو مقرراتو سره په ټکر کې بللي او په وينا يې، د دوی دغه کړنې نه یوازې د چیني تصدیو قانوني ګټې زیانمنې کوي، بلکې د ګردې نړۍ د تولیدي ځنځير ثبات ته هم ګواښونه جوړوي.

ماو نينګ هيله ښودلې، چې هر هېواد خپلواک او عادلانه دريځ ونیسي او د خپلو دایمي ګټو او مساوي بازاري اصل ته په کتو پرېکړه وکړي.

 (هیله)