د چین د شمېرنې ملي ادارې د جنورۍ په ۳۱مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په تېر ۲۰۲۲م کال کې د چين صنعتي اقتصاد حالت ثابت ښودل شوی او صنعتي تولید او پېر او پلور يې دوامدار زیات شوی دی.
شمېرې ښيي، چې په چين کې د لویو صنعتي تصدیو د ۲۰۲۲م کال عواید د وړم يا ۲۰۲۱م کال په نسبت 5.9 سلنه زیات شوي، خو ګټې يې 4 سلنه لږې شوې دي.
(هیله)