چین: اقتصادي خوځنده ځواک او پټ توان به یې ښکاره شي
CMG2023/02/02 10:05:08
شريکول:

ملګرو ملتونو په دې وروستيو کې د ۲۰۲۳م کال د نړيوال اقتصاد د وضعيت او اټکل راپور خپور کړی، چې له مخې يې په ۲۰۲۳م کال کې به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انډول1.9 سلنې ته ښکته شي، خو د چين د اقتصاد د پرمختګ انډول به 4.8 سلنې ته ورسېږي.

د پېسو نړيوال صندوق څو ورځې مخکې د نړیوال اقتصاد د اټکل په راپور کې د چين د اقتصادي پرمختګ انډول 5.2سلنې ته لوړ کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په لومړۍ نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې د دغه هېواد د اقتصادي‌ ودې په اړه ويلي، چې سږکال به د چین د اقتصاد خوځنده ځواک او پټ توان پوره ښکاره شي او نړیوال اقتصاد ته به باور او ځواک ورکړي.