د استرالیا په پارت ښار کې د چيني فلمونو اوونيز فعاليت پيل شو
CMG2023/02/02 12:10:04
شريکول:

د استرالیا په پارت ښار کې د ۲۰۲۳م کال د «خوشحال پسرلني اختر » په نوم د چيني فلمونو اوونيز فعاليت د جنورۍ په ۳۱مې نېټې پېل شو، چې په بهیر کې به یې د « کور ته د ستنېدو لار» (Home Coming)په شمول ۶ چيني فلمونه نندارې ته وړاندې شي.

په استراليا کې د چين د سفارت کلتوري وزير مستشار سونګ يان چون د ياد فعاليت په پرانېستونکو مراسمو کې ويلي، چې فلمي نړۍ د خلکو ترمنځ د کلتوري تبادلې يوه مهمه لاره او هم د يو هېواد د تاريخ او کلتور د پېژندلو غوره لاره ده.

نوموړې باور ښودلی، چې د استراليا خلک به د يادو شپږو فلمونو له لارې وکولی شي، چې د چيني کلتور په اړه مالومات ترلاسه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او دوستۍ اړيکې ټينګې کړي.