د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په لومړۍ نېټې په پېښور کې د سختې ترهګريزې پېښې په پار د دغه هېواد ولسمشر عارف علوي ته د خواخوږۍ پيغام ليږلی دی.
شي جين پينګ په پيغام کې خواشيني ښودلې، چې د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په يوه جومات کې سخته ترهګريزه پېښه شوې او ګڼو خلکو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
نوموړي د چين د خلکو او حکومت په استازيتوب پر وژل شويو کسانو خواشیني ښودلې او د دوی د کورنيو غړو او ټپيانو ته يې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړی دی.
هغه پیغام کې د يادې ترهګريزې پېښې سخته غندنه کړې او ويلي يې دي، چې هېواد يې له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي.
چين به له پاکستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د ترهګرۍ ضد ملي پلان ته وده ورکړي او د ټولنې ثبات او د خلکو امنيت وساتي.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې هېواد به یې له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد ژورې همکارۍ وکړي او سيمه ييزه او نړيواله سوله او امنيت به په ګډه ورسره وساتي.
د چين صدراعظم لي که چيانګ هم په همدې ورځ خپل پاکستاني سيال محمد شهباز شريف ته د خواخوږۍ پيغام ليږلی دی.