د چین د اقتصادي ودې اوچته وړاندوینه د نړیوال پرمختګ باور زیاتوي
CMG2023/02/02 15:09:01
شريکول:

نړیوال وجهي صندوق د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د نړیوال اقتصاد د وړاندوینې تعدیل شوی راپور خپور کړ چې پکې د سږ کال د چین د اقتصاد زیاتوالي وړاندوینه 5.2 سلنې ته لوړه ښودل شوې ده. په دغه راپور کې راغلي، چې چین د کرونا وبا ضد تدبیرونه تنظیم او ښه کړي، په دې سره به د دغه هېواد او حتی ګردې نړۍ اقتصادي پرمختګ ډېر وهڅول شي.

په دغه راپور کې د سږ کال لپاره د نړیوال اقتصاد زیاتوالي وړاندوینه له 2.7 سلنې څخه 2.9 سلنې ته لوړه شوې. په دې جمله کې د پرمختللو هېوادونو اقتصادي پرمختګ وړاندوینه له 2.7 سلنې څخه 1.2 سلنې ته راټيټه شوې. د امریکې د اقتصادي پرمختګ وړاندوینه 1.4 سلنه او د یورو زون د اقتصادي پرمختګ وړاندوینه 0.7 سلنه ښودل شوې ده. د پرمختیايي هېوادونو د اقتصادي پرمختګ وړاندوینه 4 سلنې ته رسېږي، د چین اقتصادي وړاندوینه 5.2 سلنه ده او د پخوا په پرتله 0.8 سلنه لوړه شوې ده.

د نړیوال وجهي صندوق د لومړۍ درجې اقتصادي کارپوه پیري اولیویر ګولنشه وویل، سږ کال د نړیوال اقتصاد په غوړېدو کې د چین خدماتي انډول به د امریکې او اروپايي اتحادیې په پرتله ډېر زیات وي.

نوموړی شنونکی وايي، چې نړیواله ټولنه د چین د اقتصادي ودې په اړه خوشبیني ښیي، څرنګه چې د چین اقتصاد ښه بنسټ، اغېزمنې عمومي تګلارې او د پرمختګ پیاوړی ځواک لري.

د امریکې د ایلینویس تکنالوژۍ پوهنتون اقتصادي څانګې پروفیسر ایلي تورک وویل، چین د بنسټيزو تاسیساتو، باکیفیته بشري ځواک او لوی بازار په برخو کې سترې وړتیاوې لري. چین لا هم د نړیوال اقتصاد د پرمختګ عمده هڅوونکی ماشین دی. چین د کرونا ویروس د بدلون حالت له مخې د کرونا وبا ضد تدبیرونه تنظیم کړل، نه یوازې د ګڼ شمېر خلکو ژوند يې ژغورلی، بلکې د اقتصاد د ګړندي پرمختګ لپاره يې پوخ بنسټ اېښودلی دی.

تېر کال په داسې حال کې چې نړیوال اقتصاد د دوامدار لوړ انفلاسیون سره مخ و، چین د توکو بیې نسبتاً ټيټه درجه کې ساتلې وې او همدارنګه د فعالې او ثابتې مالي تګلارې د پلي کولو لپاره يې اړینه زمینه برابره کړې ده.

په چین کې د کرونا وبا ضد تدبیرونو تر تنظیمېدو وروسته د اقتصاد ګړندي عادي کېدل د نړیوالو ډېر د پاملرنې وړ شوي دي. تازه شمېرې ښيي، چې په تېره جنورۍ کې د چین د تولیدي صنایعو کې د پېرود مدیرانو شاخص 50.1 سلنه و، د عرضې او تقاضا حالات ښه وو او د تصدیو باور ډېر پياوړی شوی دی. د چین د پسرلني اختر رخصتۍ په موده کې د چین په کوردننه کې ۳۰۸ میلیونه کسان په سیل او چکر وتلي او دغه شمېر د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې په پرتله 23.1 سلنه زیات شوی دی.

د فرانسې د Societe Generale بانک د تازه راپور په خپرولو سره ویلي، د چین ځينې اقتصادي شمېرې د کرونا وبا د رامنځته کېدو مخکې سویې ته عادي شوې دي، د خدماتي مصرف په شمول شخصي مصرف د چین اقتصاد د عادي کېدو لپاره پياوړی هڅوونکی رول لوبولی.

د بلژیک او چین د اقتصاد او سوداګرۍ کمېټې رییس بیرنارد دیویټ وویل، چین د ګردې نړۍ د تولید صنعت، د توکو حمل و نقل پر چارو د لیدو وړ اغېزه کوي. چین د کرونا وبا ضد تدبیرونه تنظیم کړل او د نړیوال اقتصاد د احیا وړاندوینه يې هڅولې ده، دا به د ګردې نړۍ د توليد او عرضې ځنځيرونو د بهیر د عادي دوران لپاره مهم ملاتړ برابر کړي او د نړیوال اقتصاد د ثبات ساتلو لپاره ستر اهمیت هم لري.

د امریکې او چین د سوداګرۍ دولتي کمیسیون رییس کریګ الن وویل، د چیني مصرف کوونکو اړتیاوو په خوشي کېدو سره به د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د چین اقتصاد به چټک پرمختګ ومومي. ډېرې امریکايي تصدۍ د چین په بازار پوره باور لري او غواړي په چین کې خپلې چارې لا زیاتې او پراخې کړي.