د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ جاپان ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي، چې ناټو باید د چین د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره متحده او ثابته پاتې شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په لومړۍ نېټې د نوموړي د يادو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې اسيا او ارام سمندر د جيوپوليټيکس سياليو ډګر نه دی او څوک باید په دغې سیمې کې د نوې سړې جګړې او ډله ييز تقابل مفکوره راپورته نه کړي.
ماو نينګ ويلي، چې چين څو ځله د ناټو د اړوندو مسائلو په اړه خپل دريځ څرګند کړی دی. د نوموړې په وينا، ناټو له يوې خوا ادعا کوي، چې د سيمه ييز دفاعي اتحاد دريځ يې نه دی بدل کړی، خو له بلې خوا د اسيا او ارام سمندر سیمې هېوادونو سره پوځي امنيتي اړيکې پياوړې کوي او بیا چين نړۍ ته ګواښ بولي.
ما ونينګ ويلي، چې د ناټو همدغه حرکتونه په سيمې کې د بېدارۍ سبب شوي دي.