شي جين پينګ: چين دې د نوي پرمختيايي حالت د جوړولو چارې ګړندۍ کړي
CMG2023/02/02 10:52:11
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د جنورۍ د ۳۱مې نېټې په ماسپښين د نوي پرمختيايي حالت د چټکې ابادۍ په پار دوهمه ډله ييزه زده کړه تر سره کړې ده.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې د نوي پرمختيايي حالت چټکه ابادي، نه يوازې د پرمختګ د دوهمې سليزې موخې ته د رسېدو او د پرمختګ او امنيت د تر سره کېدو لپاره يوه عمومي ستراتيژيکه پرېکړه ده، بلکې د راتلونکي پرمختګ د لارښود لپاره مهم ستراتیژیک ترتيبات هم دی.

نوموړي ويلي، چې مونږ د نوي پرمختيايي حالت په چټکې ابادۍ کولی شو، د هېواد د اقتصادي پرمختګ بنسټ ټینګ کړو، ډاډمن پرمختګ، امنیت او ثبات يې وساتو، په ستونزو کې د هېواد دوامدار پرمختګ او رقابت تضمين او د بیا رغولو ستر بهیر يې ډاډمن کړو او د يو عصري او پياوړي سوسياليستي هيواد د جوړولو هدف پوره کړو.