افغان محصل په يوې ويډيو کې د چين د چاپېريال ساتنې چارې انعکاس کړي
CMG2023/02/03 10:15:42
شريکول:

افغان محصل محمد شهیر شریفي په يوې سیالۍ ((چين ته کتنه)) کې برخه اخيستې او جايزه يې ګټلې ده.

محمد شهیر شریفي د چين د پسرلني اختر په درشل کې پر ټولنيزې رسنۍ(ویچټ) د جو ځه جو په نوم لنډه ويډيو خپره کړې او په خپل بري یې خوښي ښودلې ده.

نوموړي  د ۲۰۱۵م کال په سپټمبر کې د زده کړو لپاره چین ته تللی او اوس هغه د هو نان ولایت په چانګ شه ښار کې د مرکزي جنوب پوهنتون د اطلاعاتو او رسنيو پوهنځي کې د ماسټرۍ زده کړې کوي. نوموړي په چین کې شاوخوا ۷ کاله ژوند کړی او خپل احساسات يې ورسره تړلي دي.

نوموړي په دغې لنډې ويډيو کې د چانګ شه ښار چاپېریال انعکاس کړی او خلکو ته يې د دې ښار ښکلې منظرې ښودلې دي.

جو ځه جو د هو نان ولایت د چانګ شه ښار په یوې لي ناحیې کې د شیانګ جیانګ سیند په منځ کې یو ټاپو دی، ډېرې ښکلې منظرې لري او د چين د پنځه اې(5A) درجې منظره لرونکو ځایونو کې ځانګړی ځای لري.

شیانګ جیانګ سیند د هو نان ولایت د اقتصاد او ټولنې د تېر لس کلن پرمختګ په بهیر کې ډېر زيانمن شوی و او ککړې اوبه پکې بهيدې، چې له امله یې د دغه سیند چاپېريال هم ډېر سخت اغېزمن شوی و.

 چانګ شه ښار د ککړتیا د مخنیوي په پار تخنیکي څېړنیز مرکز جوړ کړ او په دې وروستیو کالونو کې يې د شیانګ جیانګ سیند په اوږدو کې چاپېریال ساتنې ته ډېره پاملرنه کړې او ګام په ګام دغه سیند پاک شوی دی او د جو ځه جو ټاپو ښکلو منظرو هم د خلکو پاملرنه راجلب کړې ده.

د چین کمونېست ګوند د شلم کانګرېس په راپور کې ويل شوي، چې د زرغون پرمختګ او د انسانانو او طبعیت ترمنځ د همغږي او هوسا ژوند هڅونه باید وشي. په دغه راپور کې د ککړتيا د مخنیوي په برخه کې هم مشخصې غوښتنې وړاندې شوي، چې له مخې يې شین اسمان، پاکې اوبه او خاوره باید ښه وساتل شي، په ښارونو کې ککړې اوبه باید بیا پاکې او د خاورې د ککړتیا سرچېنې باید کنټرول او کمې شي او د چاپېریال ساتنې په برخه کې باید د بنسټيزو تاسیساتو د جوړونې سویه نوره هم لوړه شي.

په حیقیقت کې د چین ایکولوژيکي چاپېریال په وروستیو کلونو کې ډېر ښه شوی دی. د چاپېریال وزیر هوانګ ژون چیو د تېر کال د سپتمبر په ۱۵مې نېټې یوې خبري ناستې ته وويل، چې په ۲۰۲۱م کال کې د چین په ښارونو کې د PM2.5 انډول د ۲۰۱۵م کال په نسبت 34.8 سلنه کم شوی او تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمه 84.9 سلنې ته رسېدلی دی او په ورته وخت کې د خاورو د ککړتیا ګواښ په اغېزمن ډول کنټرول شوی دی.

چین په کوردننه د ایکولوژيکي چاپېریال د ادارې لپاره اغېزناک تدبیرونه نیولي او څرګند بریالیتوبونه يې تر لاسه کړي دي او د اقلیمي بدلون په نړیوالې همکارۍ کې يې هم مهم رول لوبولی دی.

 چین ژمنه کړې، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د کاربن ایستلو اندازه اوج ته ورسوي او تر ۲۰۶۰م کال پورې به کاربن خنثی کړي او د دغې موخې د پوره کولو لپاره يې اغېزناک تدبیرونه پیل کړي دي. د ساري په توګه، چين د ښارونو او ولسوالیو په جوړونې کې زرغون پرمختګ هڅولی او د چارو په بهیر کې يې داسې انرژي کارولې، چې د کاربن ایستلو اندازه يې ډېره کمه ده.

چين په کلیوالو سیمو کې د لمريزې انرژۍ په شمول د دوامدارې انرژۍ کارونه پرمخ بیايي او د ټکنالوژۍ په مټ زرغونې چارې يې مروج کړي او استعمال يې هڅولی دی.

ما محمد شهیر شریفي ته په يادې سیالۍ کې د بري مبارکي وویله او هغه راته په ځواب کې وويل، چې چین زما دوهم ټاټوبی دی، د چاپېریال ساتنې کوښښونه مې یې له نږدې کتلي او په دغې ویډيو کې مې د چین د ایکولوژيکي چاپېریال بدلون او ښه والی خوندي کړي دي. د چین بدلون ما ته هم ویاړ او خوشحالي راکوي.