د فنلنډ صدراعظمه: هېواد به یې له سويډن سره يو ځای په ناټو کې شامل شي
CMG2023/02/03 11:41:38
شريکول:

د فنلنډ صدراعظمې سانا مارين د فبرورۍ په ۲مې نېټې د سويډن په پلازمينې استکهلم کې ويلي، چې هېواد یې پرېکړه کړې، چې له سويډن سره يو ځای په ناټو کې ګډون وکړي.

د سويډن لومړي وزير اولف کريسټرسن په همدې ورځ له سانا مارين سره کتلي او په ناټو کې د دواړو هېوادونو د شاملېدو، د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد د ټاکل کېدو او د امنيتي وضعيت په اړه ورسره غږیدلی دی.

 مارين په يوې ګډې خبري ناستې کې ويلي، چې فنلنډ او سويډن د تېر کال په پسرلي کې په ناټو کې د ګډون ګډه غوښتنه کړې او دواړه هېوادونه به يو ځای ياده چاره پرمخ وړي. نوموړي زياته کړې، چې په ناټو کې د فنلنډ او سويډن ګډ ګډون د ټولو خواوو له ګټو سره سمون لري.

د سويډن ټلويزيون په فنلنډ کې د وروستۍ سروې له مخې خبر ورکړی، چې زياتره فنلنډيان غواړي، چې هېواد يې په ناټو کې په يوازې توګه شامل شي.