راپورونه وايي، چې امريکا په دې وروستيو کې د جبري کارونو په پلمه د شينجيانګ المونيمي توليدات توقیف کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په دوهمې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې چين به د خپلو تصديو د مشروع حقوقو او ګټو د ټينګښت لپاره لازم تدبيرونه ونيسي او پر امريکا يې غږ کړی، چې پر چيني کمپنيو غير معقول فشارونه پای ته ورسوي.
ماو نينګ وويل:
(( امريکا د خيالي جبري کارونو په پلمه عادي اقتصادي او سوداګریزو همکاريو ته سیاسي رنګ ورکړی، په غیرقانوني توګه يې د شينجيانګ محصولات توقیف کړي، له نړیوالو سوداګریزو قوانینو څخه يې سرغړونه کړې او د توليد او عرضې نړيوال ځنځير يې کمزوری کړی دی.))
ماو نينګ زياته کړې، چې امريکا به په داسې کړنو خپلو ګټو ته زيانونه ورسوي. (ژباړه: شکريه)