د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د ترکيې له بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو سره ټليفوني خبرې کړې دي.
چين ګانګ له نوموړي سره په خبرو کې د ترکيې د هغه بیان ستاینه او هرکلی کړی، چې له مخې يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کړی دی.
نوموړي ويلي، چين د ترکيې ملاتړ کوي، چې خپلو ملي شرايطو ته په کتو د پرمختګ لاره غوره کړي او خپل ملي حاکميت او امنيت وساتي او په کورنيو چارو کې يې د بهرنيو هېوادونو له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت کوي.
نوموړي هيله ښودلې، چې ترکيه د شينجيانګ مسئلو په اړه د چين اندېښنو ته پاملرنه وکړي او ډاډ ورکړي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې د سولې او ثابت پرمختګ په لوري روانې دي.
چين ګانګ زياته کړې، چين او ترکيه دې د سيمه ييزو چارو په اړه د نظر تبادلې پياوړې کړي او د ملګرو ملتونو په شمول په څو اړخيزو ډګرو کې دې د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو لپاره همغږي وساتي.
مولود چاوش اوغلو په خپلو خبرو کې ويلي، چې ترکيه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او په کورنيو چارو کې به یې هيڅ لاسوهنه ونه کړي.