چين: نړيواله ټولنه دې د ترهګرۍ پر وړاندې د عراق له مبارزې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي
CMG2023/02/03 14:43:50
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال داي بينګ د فبرورۍ په ۲مې نېټې د امنيت شورا د عراق مسئلې په اړه يوې علنۍ غونډې ته وينا کړې او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د عراق له مبارزې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، څو په سیمې کې داعش او نورې ترهګرې ډلې له منځه يوسي او د بېرته تګ او خورېدو مخه يې ونيسي او خپلې لاسته راوړنې هم وساتي.

داي بينګ په عراق کې اوسنی امنيتي وضعيت سخت بللی او ويلي يې دي، چې په دغه هېواد د ترهګرو ډلو پاتې وسله وال لا هم پر عامو وګړو بريدونه کوي. نوموړي ويلي، چې د ملګرو ملتونو تحقیقاتي ډله باید په عراق کې د داعش جنايتونه وڅيړي او شواهد دې يې عراق ته وسپاري، څو پر ترهګرو د قانون پلي کې ترې کار واخلي.

راپورونه وايي، چې د عراق حکومت د سوريې په الخور کمپ کې ميشت عراقي وګړي بېرته خپل هېواد ته ستنوي.

چين د عراق له هڅو ملاتړ کوي، چې عراقي کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي او له نورو هېوادونو هم ورته هيله لري، چې د عراق په څېر مسووليت پر غاړه واخلي، په دغه هېواد کې بهرني ترهګر دې وپېژني او د هغوی د کورنيو د پيژندنې او بېرته ستنېدنې لپاره دې اسانتياوې برابرې کړي.