چين ګانګ له خپل جاپاني سیال يوشيماسا هیاشي سره تيليفوني خبرې وکړې
CMG2023/02/03 14:41:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د جاپان له خارجه وزير يوشيماسا هیاشي سره تيليفوني خبرې کړې دي.

چين ګانګ له خپل جاپاني سیال سره په خبرو کې هيله ښودلې، چې جاپان د چين په اړه معقول او منطقي پوهاوی په نظر کې وساتي، د تاريخ او تايوان په شمول مهمو مسئلو کې خپلې ژمنې پلې کړي، په وينا او عمل کې محتاط واوسي، د پوځي چارو او امنيت په برخه کې سړه سينه وساتي او د دياو يو ټاپو د مسئلې په اړه د ښي اړخو د پاروونکو هڅو مخه ونيسي.

چين ګانګ ويلي، جاپان دې د بازاري اصولو او د ازادې سوداګرۍ او ورخلاصون روحيې پر بنسټ له چين سره د اقتصادي، سوداګريزو او تخنيکي همکاريو پرمخبيولو ته دوام ورکړي او په علمي، شفاف او خوندي ډول دې د اټومي ککړو اوبو مسئله حل کړي.

نوموړي ويلي، چې دواړه خواوې دې د ستراتيژيکې خپلواکۍ په لارې اسيا اباده کړي او پرمختګ دې ورکړي.

يوشيماسا هیاشي په خپلو خبرو کې ويلي، چې جاپان به د چين او جاپان د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکېدو د ۴۵مې کليزې په مناسبت د دې تړون روحيې ته بیا کتنه وکړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو موافقو د عملي کولو لپاره به کار وکړي، د هرې کچې خبرې اترې او د خلکو ترمنځ تګ راتګ او نظر تبادلې به پياوړې کړي څو خپلمنځي واقعي همکارۍ پراخې او رغنده او ثابتې دوه اړخيزې اړيکې وساتل شي.

نوموړي زياته کړې، چې جاپان د دې هرکلی کوي چې چين نړيوالې ټولنې ته لا زيات خدمتونه وکړي او هيله لري چې په لا زياتو برخو کې له چين سره زياتې همکاري وکړي.