د اسرئيل د بهرنيو چارو وزير اېلي کوهن د فبرورۍ په ۲مې نېټې په تل ابيب کې ويلي، چې هېواد به یې په روان کال کې له سوډان سره د رسمي اړيکو تړون لاسليک کړي.
نوموړي د همدې ورځې په شپه په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې د اسرائيل يوه ډيپلومات سوډان ته تاريخي سفر کړی او د دغه هېواد د ملي حاکميت کمېټې له رئيس عبدالفتاح عبدالرحمن البورحان سره يې ليدلي او د دواړو هيوادوړنو د خپلمنځي اړيکو د عادي کېدو تړون په اړه ورسره غږیدلی دی.
نوموړي زياته کړې، چې د اسرائيل او سوډان ترمنځ د اړيکو د عادې کېدو تړون د لاسليک رسمي مراسم به تر هغه مهال ترسره شي، چې د سوډان د ملي حاکميت کمېټه خپل واک منتخب حکومت ته وسپاري.