وانګ يي له کروسي کسابا سره وکتل
CMG2023/02/03 10:12:36
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر مشر وانګ يي د فبرورۍ په ۲مې نېټې په بېجينګ کې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ له رئيس کروسي کسابا سره ليدلي دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد به یې د ملګرو ملتونو له چارو ټينګ ملاتړ وکړي، همکارۍ به ورسره نورې هم پياوړې او په ګډه به ورسره د نړيوال پرمختګ نوښت او د نړيوال امنيت نوښت پلي کړي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا به تطبیق کړي او د اوبو سرچينو، اقليمي بدلون او بيولوژيکي تنوع په شمول د نړيوالو ننګونو پر وړاندې به کلکه مبارزه وکړي. 

کروسي کسابا په خپلو خبرو کې له چين څخه مننه کړې او ويلي يې دي، چې ملګري ملتونه غواړي له چین سره همکارۍ پياوړې کړي، د کرونا وبا د له منځه وړلو په پار به ورسره ګډې هڅې وکړي، د اوبو سرچېنو او اقليمي بدلون په شمول نړيوالې ننګونې به ورسره په ګډه حل او د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ اجنډا به عملي کړي.