د امريکا د الينويس ټېکنالوژۍ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد هايري تورک څو ورځې مخکې له رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې پرمختللي هېوادونه په ۲۰۲۳م کال کې هم د اقتصاد د کمزورېدو له خطر سره مخ دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې چين ته هم اشاره کړې او دغه هېواد يې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ خوځنده ځواک بللی دی.
هايري تورک ويلي، چې په ۲۰۲۲م کال کې د امريکا د زېرمې فيډرالي کميټې د پېسو پړسوب د کمښت لپاره پر له پسې بانکي سود لوړ کړی، چې له امله يې د دغه هېواد اقتصاد له پرځېدو سره مخ شوی دی.
د اوکراين کړکېچ او له امله يې رامنځته شوی انرژۍ بحران د اروپايي هېوادونو د اقتصادي زیاتوالي پر وړاندې ګواښونه راپورته کړي دي.
نوموړي د چین د پېسو پړسوب نرم ښودلی دی او زياته کړې يې ده، چې په چين کې د توليدي چارو په بیا عادي کېدو سره، د دغه هېواد ښېګڼې هم ښکاره شوې دي. هايري تورک باور ښودلی، چې د چين بازار به په راتلونکو دوو کالونو کې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي عمده متحرکه قوه وي.