ايران پر پوځي فابریکې د اسرائیل بريد غندلی دی
CMG2023/02/03 11:00:49
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د ايران دايمي استازي ايراواني د امنيت شورا رئيس او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته پيغامونه ليږلي اوپکې يې ويلي، چې اسرائیل بايد د ايران پر يوې پوځي فابريکې د بېپيلوټه الوتکې د بريد پړه پر غاړه واخلي.

د ايران مهر خبري اژانس د فبرورۍ په ۲مې نېټې د ايراواني په قول خبر ورکړی، چې د ايران حکومت به د خپل هېواد امنيت وساتي او په اړين وخت کې به د اسرائيل هر ګواښ او عملياتو ته ځوابونه ورکړي.