په اسیا کې د ناټو نفوذ ډېر خطرناک دی
CMG2023/02/03 11:24:48
شريکول:

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا څو ورځې مخکې د ناټو له سرمنشي جینس ستولتنبیرګ سره ليدلي او په یوې ګډې اعلاميې کې يې چين ته ګواښونه کړي دي.

فومیو کیشیدا ویلي، جاپان پر دې غور کوي، چې په ټاکلي وخت د ناټو شورا په غونډه کې ګډون وکړي او د ارام سمندر سیمې په دفاعي چارو کې يې برخه واخلي.

د جاپان ځینو سیاستوالو د خپلو شخصي ګټو لپاره د ارام سمندر سيمې ته د مقابلې او کړکیچ ګواښونه راوړي او دغه کړنه يې ډېره خطرناکه بلل کيږي.

ناټو د امريکې په لمسون هڅې کوي، چې په اسیا او ارام سمندر سیمې کې خپله اغېزه زياته کړي. جاپان د امريکې خدمتګار ياديږي او خپلې نظامي غوښتنې لري او د همدې په پار يې ناټو ته لاس ورکړی، چې د یو بل اړتياوې پوره کړي.

جاپان د اوو صنعتي هېوادونو ډلې د سږنۍ سرمشریزې کوربتوب پر غاړه لري او  د چین ضد نظریې يې راپورته کړې دي.

په ۲۰۲۲م کال کې، د جاپان اقتصادي پرمختګ کمزوری و، خو په پوځي چارو کې يې بیا ډېر لګښت کړی دی، چې له امله یې په کور دننه د رسنيو له غندنې او د ګاونډيو هېوادونو له لوړې بیدارۍ سره مخ شوی دی، خو واشینګټن او ناټو بیا د جاپان د دفاعي لګښت هرکلی کړی دی، ځکه دوی غواړي او خوښيږي يې، چې په اسیا او ارام سمندر سیمه کې وضعیت ترینګلی وي.

حقیقت دا دی، چې ۲۱مه پېړۍ د جاپان له تېري کوونکې مودې سره ډېر توپیر لري او شوم نيت به یې خامخا ناکاميږي.