بېجينګ: د مسلمانانو عقیدې او دیني احساساتو ته باید درناوی وشي
CMG2023/02/03 11:05:52
شريکول:

د ډنمارک د "هارډ لاین" (hardline) ګوند مشر څو ورځې وړاندې په سویډن کې لاريون وکړ او په دغه هېواد کې د ترکیې سفارت مخې ته يې"قرآن کریم"  وسوځاوه او وروسته په نورو ځايونو کې هم ورته کړنې ترسره شوې.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په ۲مې نېټې د ډنمارک د "هارډ لاین" ګوند مشر يادې کړنې ته په اشارې وويل، چې دیني او مذهبي عقيدې ته درناوی د نړيوالې ټولنې عمومي اجماع ده او هر هېواد باید د مسلمانانو عقېدې او ديني چارو ته درناوی ولري.

اغلې ماو وويل: "چين د ځينو لوېديځو هيوادونو د هغو سياستوالو کړنې تر پام او غور لاندې نيولي، چې په دې وروستيو کې يې په عام محضر کې قران کريم سوځولی دی.))

نوموړې د دغو سیاستوالو کړنې رياکارانه بللي او ويلي يې دي، چې دا ډ‌ول کړنې د ځينو لوېديځو سياستوالو د منافقت څرګندويي کوي او دوی مذهبي ازادۍ ته درناوی نه لري. چين ټولو مذهبي عقیدو ته درناوی لري او د تل په څېر به له اسلامي هېوادونو سره خبرو اترو ته دوام ورکړي.