امريکا او فيليپين په دې وروستيو کې يو تړون لاسليک کړی، چې له مخې يې امريکې ته په فیليپين کې د ۴ پوځي اډو د جوړولو اجازه ورکړل شوې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د فبرورۍ په ۲مې نېټې د ياد تړون په اړه ویلي، چې د ټولو هېوادونو ترمنځ دفاعي او امنيتي همکارۍ بايد د سیمه ييزې سولې او ثبات لپاره ګټورې تمامې شي او درېيم لوري ته باید زيانونه ونه رسوي.
ماونينګ په يوې مطبوعاتي غونډې کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې امريکا خپلو ګټو پسې ګرځي او اوس غواړي، په دې سيمه کې پوځي شتون ولري، چې دغه کړنه به یې د سیمې وضعيت نور هم سخت کړي او امنيت او ثبات ته به زيانونه ورسوي.
نوموړې د سیمې پر هيوادونو غږ کړی، چې بیدار واوسي، چې امريکا يې بې ځايه استعمال نه کړي.