چين مېډيا ګروپ به د ډېوې اختر په وياړ هنري ننداره ترسره کړي
CRI2023/02/03 15:37:47
شريکول:

د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ پنځمه نېټه د چين د کرنيزې جنترۍ د لومړۍ مياشتې له پنځلسمې نېټې سره او همداراز د دغه هېواد له دوديز ډېوې اختر سره برابره ده.
چين مېډيا ګروپ په پام کې لري، چې د همدې نېټې په ماښام د ډېوې اختر په وياړ يوه هنري ننداره ترسره کړي، چې پکې د چين د ولسي سندرو، ډارمو، جمناسټيک او فولکولوريکي تمثيلي ټوټو په ګډون به ډول ډول هنري پروګرامونه نندارې ته وړاندې شي او د دغه اختر ځانګړتياوې به ننداره کړي. 
چينايان د ډېوې اختر په درشل کې معمولاً د څراغونو او ډېوو نندارې ترسره کوي.
د مالوماتو له مخې، د چين مېډيا ګروپ د يادې هنري نندارې په ترڅ کې به د دغه هېواد د بېلا بېلو ځايونو ځانګړي رنګين څراغونه او تخنيکونه نندارې ته وړاندې شي.
یاده هنري ننداره به د چين مېډيا ګروپ د بېلا بېلو چينلونو، ویبسايټونو او د چين په بېلا بېلو ښارونو کې په څه باندې ۵۰۰ کلتوري ډګرونو کې د 8K تخنيک په مټ پر لويو پردو خپره شي.